CRI Online

تبصره: د چين "د نومبر د يوولسمې نېټې " د توکو انلاين اخيستلو فيستيوال د دغه هېواد د اقتصادي ځواک ښکارندويي کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-12 20:43:19

په چين کې د هر کال د نومبر يوولسمه نېټه په انلاين ډول د توکو اخيستلو فيستيوال دی. پرون د سږني فيستيوال په موده کې د چين په دوو لويو انلاين مغازو يعنې TMALL او JD کې د سوداګريزو معاملو ارزښت په ترتيب سره 268 ميليارډه او 400 ميليونه ژن مين بي يوانو ته او 204 ميليارډه او400 ميليونه ژن مين بي يوانو ته ورسيد چې په ترتيب سره د تېر کال په پرتله ٪25.7 او ٪27.9 زياتوالی پکې راغلی دی.

د چين ډېری اوسيدونکي د منځنۍ کچې عايد لرونکي دي او هغوی ښه کيفيت لرونکی ژوند غواړي، همدغو کسانو يو لوی استهلاکي بازار جوړی کړی چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې لپاره يې تر ټولو ډېر خوځنده ځواک وربخښلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د سوداګرۍ د تبعيض او يواړخيزم نفوذ د پورته کېدو په حال کې او نړيواله اقتصادي وده له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده، په چين کې د استهلاکي بازارونو له تودوالي څخه د دغه هېواد قوي اقتصادي ځواک ښکاره شوی دی.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای