CRI Online

د ورخلاصون او نوښت تګلارې په رڼا کې د بريکس هېوادونو ترمنځ د دوهمې لسيزې طلايي همکارۍ پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-13 16:03:04

د بريکس هېوادونو د مشرانو يوولسم ملاقات به د نومبر له ديارلسمې نيټې څخه تر څوارلسمې نيټې پورې د برازيل په پلازمينه برازيليا کې تر سره شي چې عمده موضوع يې د اقتصادي پرمختګ له لارې د نوي راتلونکي برابرول دي .اړونده خواوې د بريکس هېوادونو ترمنځ د دوهمې لسيزې طلايي همکارۍ د پيل پر مهال دا نظر لري چې ورخلاصون او ګډ برياليتوبونه د دې همکارۍ عمده موضوع ده او نوښت او پرمختګ د يادې همکارۍ کليدي برخه ده چې دا د بريکس هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاريو لپاره د پاملرنې وړ ټکی دی.

د طلايي همکارۍ په لومړۍ لسيزه کې له اسيا، افريقا، لاتينۍ امريکا او اروپا څخه راغلو د بريکس پنځو هېوادونو د همکاريز ميکانيزم له لارې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې او عمومي اقتصادي اندازه يې ۱۷۹ سلنه زياته شوې،عمومی سوداګريز ارزښت يې په سلو کې ۹۴ زياتوالی موندلی، د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خدمتي انډول يې له پنځوس سلنې څخه اوښتی ، په نړيوال بانک کې د رايې ورکونې انډول يې په سلو کې ۱۳ اعشاريه ۲۴ دی او د پيسو په نړيوال صندوق کې د دوی برخه په سلو کې ۱۴ اعشاريه ۹۱ ښودل شوې.د بريکس هېوادونو د نوي پرمختيايي بانک او د بريکس هېوادونو د بېړنۍ زيرمې په شمول همکاريزو لاسته راوړنو نه يوازې د يادو پنځو هېوادونو د څه باندې درې مليارډو خلکو لپاره رښتينې ګټې رسولې بلکې له دې کبله په نړيواله سياسي او اقتصادي اداره کې د سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د وينا حقونه زيات شوي دي.د بريکس هېوادونو ترمنځ همکاريز ميکانيزم د نړيوال اقتصادي پرمختګ عمده انجن او د نړيوال اداري سيستم د عصري کېدو يو مهم ځواک ګرځېدلی دی.

اوس مهال انسانان د نوي پړاو له تخنيکي انقلاب او د بېلا بېلو چارو له بدلونونو سره مخ دي او نوې چارې، نوې بڼې او موډلونه په پر له پسې توګه ډېر شوي او د بريکس هېوادونو د اقتصاد د نوي پرمختګ لپاره يې ستر فرصتونه برابر کړي دي.خو په عين وخت کې يو اړخيزم او د ځاني سوداګرۍ غوښتونکو کړنو څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم ته زيانونه رسولي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ځنډ ګرځېدلي او هم د بريکس هېوادونو د پرمختګ پر وړاندې د ناثباتۍ بهرني عوامل يې ايجاد کړي دي. په دې پسمنظر کې د پنځو بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ دغه ملاقات پرمختګ او نوښت ته پاملرنه کوي چې دا ډېر اهميت لري. بريکس هېوادونه بايد د طلايي همکارۍ په دويمه لسيزه کې خپلمنځي همکارۍ او يووالی پياوړی کړي، په ګډه دې د نړيوال اداري سيستم د ژورو اصلاحاتو لپاره هڅې وکړي او د نړيوال پرمختګ او ادارۍ د اړوندو مسئلو د حل وفصل لپاره دې لازم خدمتونه وکړي.

لومړی ،بريکس هېوادونه بايد پر همکارۍ او ګډو برياليتوبونو ټينګار وکړي او د پرانيستي اقتصاد د پرمختګ لپاره دې هلې ځلې وکړي.تاريخي حقيقتونو دا ښکاري که يوازې د ورخلاصون تګلاره غوره شي، نو بېلا بېل هېوادونه به يو له بل څخه ګټې واخلي او ګډه سمسورتيا او دايمي پرمختګ به ومومي.د نړيوال اقتصاد د شاتګ پر وړاندې پنځه بريکس هېوادونه بايد د ورخلاصون پر پرخوالي او ازادۍ سوداګرۍ باندې ټينګار وکړي او د ځاني پرمختګ د موندلو لپاره دې هڅې وکړي تر څو لازيات سمسور بازاري او پرمختيايي هېوادونه د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه برخمن شي.

دوهم، بريکس هېوادونه بايد د نوښت په برخه کې د خپل لارښوونکي رول پر لوبولو ټينګار وکړي او نوی پرمختيايي فرصتونه دې برابر کړي.د بريکس هېوادونو صنعتي بنسټ د ډېرو تاريخي عواملو د شتون له امله کمزوری شوی ، خو اوس مهال د نوي پړاو علمي او تخنيکي انقلاب او د بېلا بېلو چارو اصلاحاتو د دغو هېوادونو د پرمختيايي انجن او اقتصادي جوړښت د بدلولو لپاره فرصتونه برابر کړي دي.

راتلونکي لس کالونه د نړيوال اقتصادي انجن ، نړيوال جوړښت او ځواکونو د بدلېدو او د نړيوال اداري سيستم د بيا جوړېدو لپاره دي. که بريکس هېوادونه يوازې له تاريخي تمايل سره سم پرمختيايي فرصتونه ونيسي، نو ځاني پرمختګ به ومومي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به لا مهم رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای