د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو د کولتوري او انساني تګ راتګ فورم او د ماشوم او فخر په نوم مستند فلم د لومړي ځل خپرولو مراسم په بريالي ډول د برازيل په پلازمينه برازيليا کې تر سره شول. دغه فورم په برازيل کې د بريکس هېوادونو د مشرانو د کتنې يوه مهمه برخه ده. په دې فورم کې ۲۰۰ برخوالو دا څرګند کړه چې دغه فورم د بريکس هېوادونو تر منځ د تګ راتګ يو نوښت لرونکی امتحان دی، بريکس د پنځو غړو هېوادونو تر منځ د تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا او د دوی تر منځ د مدني تګ راتګ لپاره مثبت رول لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |