CRI Online

چيني تصديو د علمي او تخنيکي نوښت له لارې د برازيل د ښارونو د ترانسپورتي شبکې د ښه والي په برخه کې له دغه هېواد سره مرستې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-14 17:27:04

د اقتصادي پرمختګ په مټ د نوې راتلونکې د برابرولو تر عنوان لاندې د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ د يوولسم ملاقات يوه عمده موضوع د علمي او تخنيکي نوښت له لارې د خپلمنځي همکاريو پياوړتيا ده.د بي وای دي(BYD )په نوم چيني تصدۍ په دې وروستيو کلونو کې د نوې انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې د يو لارښوونکي په توګه د علمي او تخنيکي نوښت له لارې د برازيل د ښارونو د ترانسپورتي شبکې د ښه والي لپاره له دغه هېواد سره مرستې کړې دي.

د بي وای دي په نوم د اورګاډي د لومړۍ هوايي پټلۍ د جوړولو کارونه به ژر د برازيل د شمال ختيځ په مشهور ښار سالوادور کې پيل شي چې دغه پټلۍ د دې هېواد په تاريخ کې لومړی هوايي پټلۍ ګڼل کيږي. دغه پټلۍ به په دغه ښار کې د مترو له لومړي نمبر لاين او دوهم نمبر لاين سره ونښلول شي چې له امله به يې د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره د دغه ښار يوه عصري ترانسپورتي شبکه لا بشپړه شي. په لاتينۍ امريکا کې د بې وای دي عمومي مدير لي تي وويل چې د دغې پټلۍ د جوړېدو له امله به نه يوازې په سالوادور کې ګڼه کوڼه کمه شي بلکې د دغه ښار سيلانيزې چارې به هم ور سره لا پرمختګ ومومي.ښاغلي لي تي وويل ،زمونږ پټلۍ پر جګو ستنونو باندې غځيږي چې له دې لارې ځايي اوسېدونکي په ازاده توګه سمندر غاړې ته تللی شي. د دې ترڅنګ پر جګو ستنو د دغې پټلۍ غځېدل به د پټليو پر پخواني ترانسپورت اغيزه ونه کړي. سربېره پردې د برازيل باهيا ايالت مشر هيله لري چې تر دغې پټلې لاندې د وګړو او بايسکلونو لار او باغ جوړ شي تر څو ځايي سيلانيزې چارې پرمختګ وکړي.

د دغې پټلۍ د جوړېدو ګټې همدومره نه دي بلکې ډېرې ښيګڼې لري. د چيني تصديو د ساخت ځيرک څار سيستم به د دغې پروژې په برخه کې وکارول شي چې له امله به يې په سالوادور ښار کې د عامه امنيتي مسئلو د حل وفصل لپاره يوه لايحه برابره شي. لي تي وويل، زمونږ مرکزي کنترولېدونکی سيستم د دغې پټلۍ او بريښنايي بسونو د يو ځای کېدو په برخه کې ښه رول لري او ځيرک څار سيستم يې د انسانانو د مخونو د پېژندلو تخنيکونه لري چې د برازيل د د امنيت ساتلو په برخه کې د اوسني سيستم په پرتله ډېر پرمختللی دي. په راتلونکې کې به د اورګاډي په سټېشنونو او د اورګاډي په دننه او د پټليو په اوږدو کې ځينۍ کامرې ودرول شي . ټول اړوند معلومات به په مرکزي کنترولېدونکي سيستم کې ځای پر ځای شي چې له دې امله به يې خلکو ته د اسانتياوو د برابرولو ترڅنګ د دوی د امنيت ساتلو مسئله هم حل شي.

ياده پټلۍ په برازيل کې د بي وای ډي په نوم د چيني تصدۍ د چارو يوه برخه ده. سربېره پردې د ريو، ساپالو او برازيليا په شمول د دغه هېواد په شلګونو ښارو کې د يادې تصدۍ له خوا جوړ شوي بريښنايي بسونه هم کارول کيږي. لي تي وويل، بي وای ډي شرکت په برازيل کې لومړی چيني شرکت دی چې پر مشتريانو يې بريښنايي بسونه پلورلي دي. پخوا په دې هېواد کې د چيني بسونو شرکتونو له خوا جوړ شوي توليدات نه ليدل کيدل.

ښاغلي لي تي وويل چې په برازيل کې د برازيليانو له خوا د ساتل شويو بي وای دي برېښنايي بسمونو شمېر اوس لږ دی خو د برازيل په ډېرو ښارونو کې د موټرو د برېښنا کېدو تمايل ليدل کيږي .د دې ترڅنګ هغه په نړۍ کې د چاپيريال د سختې ککړتيا او په برېښنايي موټرو کې د چيني تصديو د تخنيکي غوره والي د شتون له امله په برازيل کې د دوی شرکت پر راتلونکي پرمختګ پوره باور لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای