CRI Online

تبصره: چين د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په هڅه کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-14 18:27:09

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۳ مه نېټه د بريکس هېوادونو د صنعتي او سوداګريز فورم پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل چې که تصدۍ پر خپلې اقتصادي ودې باور ولري، نو بازارونه به فعال وي،د نوي صنعتي انقلاب لپاره د بريکس هېوادونو ترمنځ همکاريزې اړيکې د خپلمنځي راتلونکو همکاريو لپاره ډېرې مهمې دي،نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د خپل ورخلاصون د پياوړتيا په برخه کې د چين هوډ او د اقتصادي ودې د ښه کېدو تمايل يې نه دی بدل شوی او دغه هېواد به د تصديو د پرمختګ لپاره زياتې زمينې برابرې کړي.

په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصادي يووالي بهير له موانعو سره مخامخ دی او پر څواړخيز سوداګريز سيستم تبعيض او زورواکې غوښتنې ډېرې منفي اغېزې کړې دي چې نړيواله اقتصادي وده يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړې ده، د بريکس هېوادونو په اقتصادي وده کې په بېلابېلو اندازو ټيټوالی راغلی دی. د بريکس پنځو هېوادونو عمومي نفوس په نړۍ کې ٪42نيسي ، اقتصادي حجم يې د نړۍ ٪23 نيسي او د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره يې خدمتي انډول له ٪50 څخه زيات دی. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د بريکس هېوادونو صنعتي او سوداګريزې ټولنې دې ته وهڅولې چې د دغو هېوادونو د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي، له شک پرته د نوموړي دغې څرګندونې د بريکس هېوادونو پر همکاريو د بېلابېلو غاړو باور ټينګ کړی دی.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای