CRI Online

تبصره: چين توان لري چې د خپلې اقتصادي ودې موخه پوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-14 20:19:51

د چين د شمېرنې ملي ادارې لخوا د نومبر په ۱۴ مه نېټه خپره شوې شمېرنه ښيي چې د روان کال په لومړنيو لسو مياشتو کې د دغه هېواد اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ کړي او عمده شاخصونه يې په مناسبه اندازه کې دي.

د روان کال په لومړنيو لسو مياشتو کې په چين کې د خدمتي چارو په توليدي شاخص کې ٪7 زياتوالی او د صنعتي چارو په توليدي شاخص کې ٪5.6 زياتوالی راغلی دی، له دې څخه څرګنديږي چې په دغه هېواد کې توليدي چارې په ثابته توګه روانې دي. په همدو لسو مياشتو کې په چين کې د پلورل شوو استهلاکي موادو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪8.1 زياتوالی ښودل شوی او په سي پي ای کې يې ٪2.6 زياتوالی راغلی دی چې دغه شمېر په مناسب حد کې دی.

برسيره پردې د نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې ودې له پرله پسې ټيټېدو سره سره بيا هم د چين په بهرنۍ سوداګرۍ او په دغه هېواد کې بهرنۍ پانګونې کې چټک زياتوالی راغلی دی او د روان کال په لومړنيو لسو مياشتو کې نورو ۱۱ ميليونو ۹۳۰ زرو کسانو ته کارونه پيدا شوي دي.

د چين حکومت د روان کال له پيل راهيسې په لويه پيمانه د مالياتو د کمولو تدبير غوره کړی، وړاندوينه کيږي په ټول روان کال کې به حکومت ته د خلکو او تصديو لخوا په ورکړل کېدونکو مالياتو کې ۲۰۰۰ ميليارډه ژن مين بي يوانه کموالی راشي. د دې ترڅنګ حکومت تصديو ته ډېرې سوداګريزې اسانتياوې برابرې کړې او د سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره يې ډېر تدبيرونه غوره کړي دي، د بېلګې په توګه خپلو بازارونو ته يې د بهرنيو پانګو اچوونکو د ننوتلو شرايط کم کړي، د بهرنيو پانګونو قانون يې جوړ او تطبيق کړی او د خپل سوداګريز چاپيريال د ښه والي په اړه يې يو لړ مقررات هم خپاره کړي دي. نو ويل کيږي چې د چين د اقتصادي ودې د زياتېدو تمايل نه دی بدل شوی او چين توان لري چې د خپلې اقتصادي ودې ټاکلې موخه پوره کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای