CRI Online

چين او هند بايد د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريز ميکانيزم له لارې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-15 14:31:39

د بريکس هېوادونو د مشرانو يوولسمه غونډه د برازيل په پلازمينه برازيليا کې تر سره شوه.د بريکس هېوادونو د يوه داسې غړي په توګه چې اقتصادي اندازه او نفوس يې ډېر دی، هند په دغه همکاريز ميکانيزم کې مهم رول لوبوي. د هند د نيهرو پوهنتون د چين او جنوب ختيځې اسيا د څېړنيز مرکز مسئول پروفيسر ديپاک زمونږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې دا نظر څرګند کړ ، په اوسني حال کې چې نړيواله ټولنه د يو اړخيزم د بيا غوړېدو له ننګونې سره مخ ده، د بريکس هېوادونو ترمنځ همکاريز ميکانيزم ډېر اهميت لري. هند او چين بايد د دې ميکانيزم له لارې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

اوسنۍ نړۍ د يو اړخيزم له ننګونې سره مخ ده. د عمده نويو سمسورو اقتصادي ډلو ترمنځ د همکارۍ ميکانيزم په توګه د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډه په همدې وخت تر سره شوه چې دا ځانګړی اهميت لري. ديپاک وويل چې دغه ميکانيزم په ډېرو برخو کې مهم رول لري. هغه وويل، د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ميکانيزم په نړيوال چوکاټ کې د اقتصادي حالاتو د پرمختګ او د دغو هېوادونو د رول لوبولو په تېره بيا له سوداګرۍ ساتونکو کړنو سره د مقابلې په برخه کې مهم اهميت لري.

د چين او هند مشرانو د نومبر په ديارلسمه نېټه د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ د غونډې په څنډه کې خبرې اترې وکړې او پکې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو راتلونکي پرمختګ ،د هند په چينای ايالت کې د دواړو مشرانو ترمنځ غير رسمي ملاقات او د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون ياد کړل. ديپاک وويل چې د بريکس هېوادونو ترمنځ تر همکاريز ميکانيزم لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پرمختګ د هند او چين ترمنځ د همکارۍ لپاره ډېر مهم ګڼل کيږي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي. هغه وويل

د چين او هند اقتصادي جوړښت توپير لري ، خو يو د بل تشې پوره کولی شي. هند د يو لوي بازار په توګه بايد دغه فرصت ونيسي. نو زما په اند چين او هند بايد د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريز ميکانيزم له لارې په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې نورې هم ټينګې کړي.

د علمي او تخنيکي نوښت له لارې د خپلمنځي همکارۍ پياوړتيا د يادې غونډې مهمه موضوع وه . چين او هند په دغه برخه کې مشخص پلانونه لري . د ديپاک په اند چين د علمي او تخنيکي نوښت په برخه کې د توليدي چارو د ښه والي له مسئلې سره مخ دی او هند په دې برخه کې د تجربو له کمښت سره مخامخ دی .نو که دواړه خواوې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، نو چين د هندي بازار او استعدادلرونکو کسانو غوره والی کارولی شي او هند له چين څخه د برياليو تجربو زده کړه کولی شي. دواړه هېوادونه به په راتلونکې کې د همکارۍ له لارې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي.

هغه زياته کړه چې کلتوري تبادلې تر څو اړخيز ميکانيزم لاندې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د نژدې اړيکو پل دی . د بريکس هېوادونو د کلتوري تبادلې ميکانيزم د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ، په فلمي چارو کې د دوه اړخيزې همکارۍ او د چاپ چارو له همکارۍ سره تړاو لري، خو په نورو برخو کې هم ډېر همکاريز امکانات لري.د ده په اند هند او چين د بريکس هېوادونو د تمدنونو لرونکو هېوادونو په توګه بايد د بريکس د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره يوه نمونه وګرځي. هغه دا هم وويل چې په راتلونکو لسو کلونو کې به دغه همکاريز ميکانيزم له بېلا بېلو فرصتونو او ننګونو سره مخ شي. په راتلونکي کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا به د نړيوال پرمختګ او نوښت د پرمخبيولو په برخه کې د بريکس هېوادونو د يو مهم ځواک د ګرځېدو لپاره ګټوره وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای