CRI Online

تبصره: چين د بريکس هېوادونو د همکاريو د پياوړتيا په اړه وړانديزونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-15 17:53:39

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د نومبر په ۱۵ مه نېټه د خپل يو مبصر لخوا ليکل شوې تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی(( چين په مهم وخت کې د بريکس هېوادونو د همکاريو د پياوړتيا په اړه وړانديزونه وکړل))

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پدې وروستيو ورځو کې د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډې ته په وينا کې پر دې تاکيد کړی چې د بريکس هېوادونه بايد په اقتصادي، سياسي او کلتوري درې واړو برخو کې مسئوليت پر غاړه واخلي. نوموړي همدارنګه د بريکس هېوادونو د همکاريو د پياوړتيا لوری په ګوته او خپل وړانديزونه يې وکړل.

په دغه تبصره کې زياته شوې چې سوله او ثبات د بريکس هېوادونو او نورو مخ پر ودې هېوادونو لپاره ډېر مهم دی، د ورخلاصون او نوښت پر اساس راتلونکی پرمختګ او د خلکو ګټې سره تړلې دي، د بريکس هېوادونه بايد د نوي صنعتي انقلاب لپاره خپلمنځي همکاريزو اړيکو ته وده ورکړي او د متقابلې زده کړې پر اساس دې يو له بل سره کلتوري تبادلې وکړي.

په دغه تبصره کې همدارنګه د بريکس له هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې د تبعيض له غوښتنې سره دې ټينګ مخالفت وکړي ، د ګډو سلامشورو، ګډې جوړونې او ګډو ګټو پر اساس دې نړيوالې اداري چارې ترسره کړي او په نړيوالو چارو کې دې د مخ پر ودې هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د اوازونو او نفوذ د لوړولو لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای