CRI Online

په هانکانګ او مکاو کې د چين د دولتي شورا د دفتر وياند: د هانکانګ د زورزياتۍ او ګډوډۍ د مخنيوي په اړه د مرکزي حکومت امر به په ټينګ ډول عملي کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-16 16:24:18

په هانکانګ او مکاو کې د چين د دولتي شورا دفتر وياند يانګ ګوانګ د نومبر په پنځلسمه نېټه وويل، چې د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په څوارلسمه نېټه په برازيل کې د هانکانګ د حالاتو په اړه مهمه وينا وکړه چې دا په هانکانګ کې د زورزياتۍ او ګډوډۍ د مخنيوي په اړه د مرکزي حکومت مهم امر دی، په هانکانګ او مکاو کې د چين د دولتي شورا دفتر به په ټينګ ډول دغه امر عملي کړي او له دې څخه به پوره ملاتړ وکړي چې د هانکانګ خاصې اداري سيمې حکومت له قوانينو سره سم د افراطي او زورزياتي عملياتو مجرمانو ته کلکه سزا ورکړي او ژر تر ژره د دې سيمې عادي ټولنيز نظم اعاده کړي. يانګ ګوانګ وويل، د رئيس شي جين پينګ په مهمه وينا کې د زورزياتي جرمونو سخت زيانونه او اصلي بڼه روښانه شوې، د هانکانګ د حالاتو په اړه د مرکزي حکومت بنسټيز دريځ او رويه څرګنده شوې، ډېرې بېړنۍ او مهمې دندې يې وړاندې شوې او د هانکانګ د حالاتو د آرامولو لپاره يې لوری او لار يې په نښه شوې ده. موږ به د رئيس شي جين پينګ د مهمې وينا د روحيې له مخې ګامونه پورته کړو، د هانکانګ خاصې اداري سيمې له قانوني ادارې څخه ملاتړ ته به دوام ورکړو، د هانکانګ پوليسو له قانون اجرا کولو څخه به ټينګ ملاتړ وکړو، له قانون سره سم مجرمانو ته له سزا ورکولو څخه به ملاتړ وکړو او په ډول ډول لارو چارو به د هانکانګ د بېلا بېلو برخو له کسانو سره د هانکانګ د ګډوډۍ د پای ته رسولو او د ټولنيز نظم د اعاده کولو لپاره ګډې هڅې وکړو. د چين مرکزي حکومت او ټول وطنوال تل د خطرونو او ننګونو پر وړاندې د هانکانګ ټينګ ملاتړ دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای