د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر په ۱۴مه نېټه د برازيل په پلازمينه برازيليا کې د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۱۱مې غونډې په ترڅ کې د هانکانګ د اوسنيو حالاتو په اړه د چين د حکومت دريځ بيان کړ. د هانکانګ عمده عامه افکارو او بېلا بېلو ساحو د نومبر په ۱۵مه نېټه څرګنده کړه چې د رئيس شي جين پينګ وينا نړۍ ته د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د تأمينولو او د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو لپاره د چين د مرکزي حکومت ټينګ هوډ څرګند کړ. د دغه وينا له مخې به د هانکانګ ولس د زور زياتۍ او ګډوډۍ د مخنيوي لپاره سره يو لاس کړي او د هانکانګ خاصې اداري سيمې حکومت به په دې برخه کې لا ټينګ هوډ ولري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |