د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت د نماينده ګۍ مسؤل د نومبر په ۱۵مه نېټه د هانکانګ د حالاتو په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مهمې وينا رويې په باب څرګنده کړه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه د برازيل په پلازمينه برازيليا کې د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۱۱مې غونډې په ترڅ کې د هانکانګ د اوسنيو حالاتو په اړه د چين د حکومت دريځ بيان کړ او شپږ فقره ييز وړانديزونه يې وړاندې کړل. دا په هانکانګ کې د زورزياتۍ او ګډوډۍ د مخنيوي او د نظم د بيا اعاده کېدو لپاره لوری او بنسټ برابروي.
دا په روانې مياشت کې دوهم ځل دی چې رئيس شي جين پينګ د هانکانګ د حالاتو په اړه وينا کوي. نوموړي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې اوس د زورزياتي مخنيوی کول او د نظام بيا اعاده کول د هانکانګ پر وړاندې تر ټولو ډېره بيړنۍ دنده ده. دا نه يوازې د هانکانګ د اوسنيو حالاتو په اړه د چين د مرکزي حکومت ارزونه ده، بلکې د اړوندو کارونو مشخصه غوښتنه ده. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې مرکزي حکومت به په مداومه توګه د قوانينو سره سم د اداره کولو په برخه کې د هانکانګ خاصې اداري سيمې له مشرې او پوليسو څخه ملاتړ وکړي او د قوانينو سره سم به د زورزياتي مجرمينو ته د سزا ورکولو په برخه کې د هانکانګ له عدلي ارګانونو څخه ملاتړ وکړي. د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو، د ( په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو ) په اړه د پاليسۍ د تطبيقولو او د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو خواوو له لاسوهنې سره د مخالفت په برخو کې د چين د حکومت هوډ ټينګ دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |