CRI Online

د هانکانګ مسئلې په اړه درې ښکاره نښو ته دې په سمه سترګه وکتل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-16 16:30:05

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن مبصر د نومبر په ۱۵مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: د هانکانګ مسئلې په اړه درې ښکاره نښو ته دې په سمه سترګه وکتل شي.

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه په برازيل کې د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۱۱مې غونډې په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه چې په هانکانګ کې د زورزياتي دواملرونکي عملونه قانوني او ټولنيز نظام او د هانکانګ سمسورتيا او ثبات ته سخت زيانونه رسوي او د ( په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو ) نظام اصولو په وړاندې ګواښ بلل کېږي. د زور زياتي او ګډوډۍ مخنيوی کول او د نظم بيا اعاده کول د هانکانګ پر وړاندې تر ټولو ډېره بيړنۍ دنده ده. موږ به په مداومه توګه د قوانينو سره سم د اداره کولو په برخه کې د هانکانګ خاصې اداري سيمې له مشرې، پوليسو څخه ملاتړ وکړو او د قوانينو سره سم به د زورزياتي مجرمينو ته د سزا ورکولو په برخه کې د هانکانګ له عدلي ارګانونو څخه ملاتړ وکړو. د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو، د ( په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو) په اړه د پاليسۍ د تطبيقولو او د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو خواوو له لاسوهنې سره د مخالفت په برخو کې د چين د حکومت هوډ ټينګ دی.

په دغه تبصره کې پر دې ټينګار شوی چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، هيڅوک بايد د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو لپاره د چين ټينګ هوډ ته په سپکه سترګه ونه ګوري او د هانکانګ مسئلې په اړه د چين د حکومت ښکاره نښې دې په سمه سترګه وکتل شي. هانکانګ به د مرکزي حکومت او د ۱ مليارډو او ۴۰۰ مليونو چينايانو تر ملاتړ لاندې د ګډوډۍ مخه ونيسي او بيا سمسورتيا رامنځته کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای