د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د چين د مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ د عالي رتبه مشورو په اړه چيني لارښوونکي ليو هه د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امريکا له تجارتي استازي روبرټ لاغتيزير او د ماليې له وزير سټيوين منوچين سره ټلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د تړون په لومړي پړاو کې د پاملرنې وړ مطالبو په باب رغنده بحث وکړ او پريکړه يې وکړه چې د دې په اړه به د نظريو نژدې تبادلو ته دوام ورکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |