CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلې ساحې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا د زورزياتۍ او ګډوډۍ د مخنيوي په برخه کې د هانکانګ د ټولنې د باور د لوړتيا سبب ګرځي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-17 16:40:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د هانکانګ د اوسنيو حالاتو په اړه د چين د حکومت کلک دريځ څرګند کړ. د هانکانګ عامه افکارو او بېلا بېلو ساحو د نومبر په ۱۶مه نېټه څرګنده کړه چې د رئيس شي جين پينګ وينا د زورزياتۍ او ګډوډۍ د مخنيوي په برخه کې د هانکانګ د ټولنې د باور د لوړتيا سبب ګرځي. هانکانګ بايد د مرکزي حکومت د دريځ او باور پر اساس د زورزياتۍ او ګډوډۍ د مخنيوي لپاره خپل قوت قوي کړي.

د هانکانګ د تا کونګ پاو ورځپاڼې د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه چې وطن تل د هانکانګ کلک بنسټ دی. د هانکانګ خاصې اداري سيمې حکومت بايد په جدي او ژوره توګه د رئيس شي فرمان پلی کړي او د (په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو) نظام د تطبيقولو او د هانکانګ د اوسيدونکو د سر او مال د امنيت د ساتلو لپاره لا قوي، مؤثر او کلک عملونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای