CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو غير مسئوله خبرې به يې د خپل ځان د اور سبب شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-17 16:42:52

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن مبصر د نومبر په ۱۷مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو غير مسئوله خبرې به يې د خپل ځان د اور سبب شي.

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې په تېرو څو مياشتو کې په هانکانګ کې د زورزياتي جرمونه د سختېدو په حال کې و چې له امله يې کابو سل کسان ټپيان شوي او حتی يو بې ګناه عام اوسيدونکی وژل شوی دی. خو د ارام سمندر په بله غاړه، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو د زورزياتي ياد ناقانونه کړه وړه نه ګوري او څو ورځې مخکې يې يو ځل بيا غير مسئوله خبرې کړې او هيله يې ښودلې چې چين دې له زور پرته د هانکانګ مسئله حل کړي او د (په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو) پر نظام يې نيوکه وکړه. هغه په يادو خبرو کې دوه معيارونه غوره کړي، تور ته سپين او سپين ته تور يې ويلي، قانوني مفکوره يې لغوه کړې او د چين په کورنيو چارو کې يې يو ځل بيا لاسوهنه وکړه. له دې څخه د ده هغه ناوړه موخه څرګندېږي چې د هانکانګ چارو له لارې پر چين باندې فشار واچوي او په چين کې ګډوډۍ رامنځته کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای