د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن مبصر د نومبر په ۱۷مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دي: په هانکانګ کې د زورزياتي جرمونه درې خطرونه شتون لري.
په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د برازيل په پلازمينه برازيليا کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۱۱مه غونډه کې ويلی چې په هانکانګ کې د زور زياتي دواملرونکو جرمونو د قانوني ادارې او د ټولنيز نظم تر پښو لاندې کړی، د هانکانګ سمسورتيا او ثبات ته يې سخت زيانونه رسولي او د (په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو) نظام اصول ګواښ سره مخ کړي دي. په دغې وينا کې د زورزياتي او افراطي جرمونو زيانونه او رښتينې بڼه په ډاګه شوې ده او نړيوالې ټولنې ته يې د هانکانګ د ګډوډۍ تر شا رښتيا او حقيقتونه وښودل.
قانوني اداره کول د هانکانګ لپاره مرکزي ارزښت لري او دا د نړيوالې ټولنې لخوا د منلو وړ ده. خو په تېرو پنځو مياشتو کې په هانکانګ کې د زور زياتي جرمونه د سختېدو په حال کې و. د زورزياتي مجرمين قانوني اداره او ټولنيز نظم ويجاړوي او د هانکانګ د برياليتوب بنسټ له ګواښ سره مخ کوي، نو دوی ته دې سخت سزا ورکول شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |