د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه په برازيل کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۱۱مه غونډه کې د هانکانګ د اوسنيو حالاتو په اړه د چين د حکومت کلک دريځ بيان کړ. د نړيوالې ټولنې بېلا بېلې خواوې دغه وينا ته ډېره پاملرنه کوي او په جلا جلا توګه يې څرګنده کړې چې بايد د ترهګرۍ په توګه د هانکانګ د زور زياتي د کړو وړو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي او د زور زياتي او ګډوډۍ مخنيوی د هانکانګ پر وړاندې تر ټولو ډېره بيړنۍ دنده ده.
د روسيې د ساينس پوهنځي د ليری ختيځ اکاډمي مرستيال اندرې اوستروسکي وويل، چې د رئيس شي جين پينګ له وينا څخه څرګندېږي چې د چين حکومت د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو لپاره ټينګ هوډ لري او د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو خواوو له لاسوهنې څخه د لاس اخيستلو اراده کلکه ده. دغه وينا په ښکاره توګه بهرنيو خواوو ته خبرداری ورکړ چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |