CRI Online

د امريکا د دفاع وزير د امريکا او د کوريا جمهوريت ترمنځ د ګډو پوځي تمرينونو د اوږد مهاله ځنډولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-18 11:11:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزير مارک اسپير د نومبر په ۱۷مه نېټه په بنکاک کې وويل چې امريکا او د کوريا جمهوريت به په اوږده موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ پوځي تمرينونه وځنډوي ترڅو ديموکراتيکې کوريا ته صميميت څرګند کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په همدې ورځ د جنوب ختيځې اسيا د ټولنې د دفاع وزيرانو د غير رسمي غونډې په موده کې د امريکا او کوريا جمهوريت له خوا په جوړه شوې يوه ګډه خبري ناسته کې وکړې. هغه وويل چې د يادو پوځي تمرينونو د ځنډېدو موخه ديموکراتيکې کوريا ته د سر ټيټولو د نيت ښودل نه بلکې په ديموکراتيکه کوريا کې د ذروي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د يوې ديپلوماتيکې دروازې خلاصول دي .امريکا او د کوريا جمهوريت هيله لري چې له کوريايي ټاپووزمې څخه ذروي وسلې پاکې شي. نوموړي هم له ديموکراتيکې کوريا څخه کلکه غوښتنه وکړه چې له شرطونو پرته د خبرو اترو ميز ته کښېني.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای