CRI Online

د شي جين پينګ خبرو د هانکانګ مسئلې د حل لوری روښانه کړ.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-18 14:53:05

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۱مه کتنه کې د ګډون په څنډه کې د هانکانګ مسئلې په اړه خپل جدي دريځ څرګند کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د زورزياتي مخنيوی او د ټولنيز نظام اعاده کېدل د اوس لپاره د هانکانګ تر ټولو بېړنۍ دنده ده. د چين مرکزي حکومت به په دوامداره توګه د اجرائيه رئيسې تر مشرۍ لاندې د هانکانګ د خاصې اداري سيمې دحکومت لخوا د قانوني چارو له تر سره کولو، د هانکانګ د پوليسو لخوا د قانون له جدي پلې کولو او د هانکانګ د عدلي ارګانونو لخوا زور اچوونکو ته د قانوني سزا له ورکولو نه ټينګ ملاتړ وکړي. له دغو خبرو څخه د هانکانګ مسئلې په اړه د چين د مرکزي حکومت ټينګ او جدي دريځ څرګندېږي او د هانکانګ مسئلې د حل لوری يې روښانه کړ.

له تېرو ۵ مياشتو راهيسې زور خوښوونکو د هانکانګ د خپلواکۍ غوښتونکو او ځينو بهرنيو هېوادونو په لمسون سره ترانسپورټ ويجاړ کړ، ښاري تاسيسات يې وسوځول او خراب يې کړل، حتی پر پوليسو يې سختې حملې کړې دي. په دې وروستيو څو ورځو کې دوی ځينې وطن دوست هانکانګيان ټپيان کړل، يو اوسېدونکی چې له دوی سره يې د نظر اختلاف درلودي، په اور يې وسوځاوه او د دوی د يو بل خونړۍ بريد له امله يو بې ګناه کس مړ شو. برسېره پر دې، داسې افراطګرو هم د هانکانګ زيات پوهنتونونه اشغال کړل او پکې ميشت شول چې چلندونه يې د ترهګرو په شان بې رحمه او سياسي موخه يې د هانکانګ ويجاړول، د هانکانګ پر ځايي حکومت زور اچول او د چين د پرمختګ مخنيوی دي. د داسې کړنو له امله قانوني نظامونه او ټولنيز نظم تر پښو لاندې شوي، د هانکانګ سمسورتيا او ثبات سخت خراب شوی او د يو هېواد او دوو نظامونو اصلي کرښې يې سختې ننګولې. نن ورځ د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت بايد په دوو برخو کې زيات کارونه وکړي: لومړی، په ټينګه سره دې د زورزياتي مخنيوي او افراطګرو ته د قانوني سزا ورکولو ته دوام ورکړي. دوهم، له بېلا بېلو ټولنو سره دې زياتې خبرې اترې وکړي او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره دې کوښښونه وکړي څو په يووالي سره د يو هېواد او دوو نظامونو تګلاره او د هانکانګ بنسټيز قانون په هراړخيزه او دقيقه توګه پلی کړي. يوازې پر دغه لوري ټينګښت د هانکانګ ثبات او پرمختګ اعاده کېدای شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای