CRI Online

چين به په هېڅ وجه چا ته اجازه ور نه کړي چې په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د پلې کېدو له اصولو څخه سرغړونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-18 15:15:08
چين به په هېڅ وجه چا ته اجازه ور نه کړي چې په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د پلې کېدو له اصولو څخه سرغړونه وکړي

د چين د خلکو ورځپاڼې د نومبر په ۱۸مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: چين به په هېڅ وجه چا ته اجازه ور نه کړي چې په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د پلې کېدو له اصولو څخه سرغړونه وکړي

په دغه تبصره کې راغلي: د هانکانګ د ځانګړې ادارې په سيمه کې په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د پلې کېدو اصول ښه تطبيق کېږي او د هانکانګ دايمي سمسورتيا او پرمختګ ساتل د چيني هيلې يوه مهمه برخه ده او د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسيالستي نظام د بشپړتيا او د هېواد د اداري توان د پياوړتيا لپاره لازمه غوښتنه هم ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د برازيل په پلازمېنه برازيليا کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په يوولسم ملاقات کې په خپله وينا کې د هانکانګ د اوسني وضعيت په اړه وويل چې په هانکانګ کې د زورزياتي کړه وړه په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د پلې کېدو له اصولو څخه سخته سرغړونه ده، دغه شان بايد مجرمينو ته قانوني سزا ورکول شي.

د روان کال له مې مياشتې راهيسې، د حکومت مخالفو ډلو د لمسوونکو عملونو او د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې له امله، په هانکانګ کې د زورزياتي کړه وړه په دوامداره توګه رامنځته شول. ځينو کسانو په ډاګه د هانکانګ د جلا کېدو په اړه نارې ووهلې او ملي بيرغ، ملي نښان او د هانکانګ سيمې نښان ته يې سپکاوی وکړ، برسيره پر دې، دوی په هانکانګ کې د مرکزي حکومت ځينې ارګانونه کلابند کړل او حتی بريدونه يې ورباندې وکړل، موخه يې د هانکانګ ټولنيز نظام ويجاړول، د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې حکومت کارونه ختمول او د دې سيمې د کنټرول او اداري حقونه تر لاسه کول دي. نو اوس چينايان يو انتخاب لري او هغه د ملي حاکميت او د هانکانګ له راتلونکي څخه د دفاع لپاره مبارزه ده.

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو پلي کول يو نوښتي تدبير دی او د چين د مرکزي حکومت لپاره د حکومتوالۍ په اړه يوه مهمه موضوع ده او د هانکانګيانو لپاره د بدلون يو تاريخي ټکی دی. له واقعيتونو څخه ښکارېږي چې دغه طريقه د هانکانګ د تاريخي مسئلې د حل او بېرته له چين سره له يو ځای کېدو وروسته د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره تر ټولو مناسبه لاره ده. په عين وخت کې دغه نظام د نورو نوښتونو په شان دی چې بايد په عملي ژوند کې په ازموينې سره بشپړ شي. په هانکانګ کې له دغې نښتې څخه ښکاري چې د هانکانګ په سياست، اقتصاد او ټولنه کې ځينې ژور اختلافات او مسئلې موجودې دي، نو د اوس لپاره د هانکانګ د اداري نظام بشپړتيا بېړنی او لازم کار دی.

د يادولو وړ ده چې په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو پلي کول يو بشپړ مفهوم دی چې بنسټ يې يو هېواد دی. په هانکانګ کې د دغه نظام پلي کېدل پر دې اصولو ولاړ دي چې هېڅوک بايد د چين د ملي حاکميت پر ضد اقدام و نه کړي، د مرکزي حکومت له حقونو او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د بنسټيز قانون صلاحيت و نه ننګوي او د هانکانګ له لارې د چين سترې برخې ته نفوذ و نه کړي. هېڅوک او هېڅ ځواک د چين ملي حاکميت، يووالي او خونديتوب او دغه راز د هانکانګ ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره د چين د مرکزي حکومت او چينايانو کلکې ارادې او ټينګ هوډ ته په سپکه سترګه و نه ګوري. هر ډول عمل چې غواړي د چين سياسي نظام ويجاړ کړي، هرومرو به ناکام شي.

چينايان باور لري چې د مرکزي حکومت او 1.4 مليارډو خلکو تر ملاتړ لاندې به هانکانګ حتماً له ټولو ګواښونو او ننګونو سره په مقابله کې بريالی شي. هانکانګ به هرومرو په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو له اصولو او د هانکانګ له بنسټيز قانون سره سم ثابت پرمختګ ومومي او د هېواد له سترې برخې سره به يو ځای ښکلی راتلونکی تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای