CRI Online

د ډيجيټلي ميډيا او ښوونې په لومړۍ نړيواله غونډه کې د ډيجيټلي ميډيا د متخصصينو روزنه د پاملرنې وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-18 15:16:19

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د بېجينګ د فلمونو پوهنځي په کوربتوب د ۲۰۱۹کال د ډيجيټلي ميډيا او ښوونې لومړۍ نړيواله غونډه د نومبر له ۱۶مې نيټې څخه تر ۱۷مې نيټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه چې د چين د فلمونو پوهنځي د ډيجيټلي مډيا ،ماستري درجې کانديدانو او د کارتون پوهنځيو او د چين د قومي کلتوري فلمونو د خپرولو او څېړلو مرکز له خوا په ګډه جوړه شوتې ده.

د دې غونډې عمده موضوع د ډيجيټلي ميډيا د ښوونې پيوستون او پرمختګ دی. ګډونوالو د نړيوال ډيجيټلي ميډيا د ښوونې پرمختګ اوسني حالت او راتلونکې ته پاملرنه وکړه او د اړوندو متخصصينو د روزلو، تعليمي افکارو او لارو چارو ، په راتلونکې کې د اړوندو تخصصونو د ټاکلو په اړه د خيالونو او نويو تدبيرونو په باب يې ګټور بحثونه وکړل.د ۱۴۵ کورنيو او بهرنيو پوهنتونونو د ډيجيټلي ميډيا د اړوندو مسئولينو او کارپوهانو په شمول ۲۷۸ کارپوهانو او عالمانو په دې غونډه کې ګډون لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای