چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د چين د کومونيکېشن پوهنتون، د چين او جنوب ختيځې اسيا د ټولنې د هنري پوهنځي او د معاصرو فلمونو په نوم د مجلې په کوربتوب د ۲۰۱۹ کال د چين د کارتون څلورمه کلنۍ غونډه د نومبر په ۱۷مه نېټه د چين په چنګ دو پوهنتون کې تر سره شوه چې عمده موضوع يې د چين کارتون او د چين د کارتون ډلې دي. ګډونوالو د کارتون د مهارتونو تخصص،په تېرو اوياوو کلونو کې د چيني کارتون او کلتور د بدلونونو او پرمختګ باب د نظريو تبادلې وکړې.
د چين د کارتون د علمي ټولنې او د چين د فلمي هنرمندانو د ټولنې د کارتوني فلمونو د کاري کميټې په شمول د ځينو ارګانونو او پوهنتونونو نژدې دېرشو اړوندو کارپوهانو او د چنګ دو پوهنتون څه باندې دوو سوو ښوونکيو او زده کوونکو په دې فورم کې ګډون کړی و.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |