CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د چين او جنوب ختيځې اسيا د ټولنې ترمنځ د کلتوري هنري څېړنې لومړی لوړ پوړی فورم په چنګ دو ښار کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-18 15:27:20

د چين مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د ۲۰۱۹ کال د چين او جنوب ختيځې اسيا د ټولنې ترمنځ د کلتوري هنري څېړنې لومړی لوړ پوړی فورم د نومبر په ۱۶مه نېټه د چين په چنګ دو ښار کې تر سره شو.د يانګ لان په شمول د چين د هنري او فلمي ټولنو د کارپوهانو او د بېلا بېلو ځايونو د پوهنتونونو د ښوونکو او زده کوونکو په شمول سلو تنو په دې فورم کې ګډون کړی و.

دغه فورم د کوچنۍ پيمانې او باکيفيته پرمختګ له اصولو سره سم په اړونده برخه کې د چنګ دو پوهنتون او د چين او جنوب ختيځې اسيا د هنرونو پوهنځي د ځانګړي رول د لوبولو له لارې د چين په لويديځ کې د کلتوري مرکز او د مشهور کلتوري ښار د ابادۍ لپاره مثبت خدمتونه کوي.د دې فورم د پرانيستلو په مراسمو کې د هنري مهارتونو تخصص د کميټې د لوحې ځړولو مراسم هم تر سره شول.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای