CRI Online

هانکانګ دې په يووالي سره لا ښه راتلونکې ومومي.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-18 15:46:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د هانکانګ د اوسنيو حالاتو په اړه د چيني حکومت جدي دريځ بيان کړ. د هانکانګ بېلا بېلو ټولنيزو شخصيتونو د نومبر په ۱۷مه نېټه څرګنده کړه چې د هانکانګ ټولنه بايد د رئيس شي جين پينګ د خبرو په لارښوونې او يووالي سره له زورزياتي سره مبارزه وکړي څو چې ټولنيزه سمسورتيا او د خلکو ګټې وساتي. \

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او په هانکانګ کې د فو جيان وګړو د ټولنې افتخاري رئيس وو ليانګ هاو څرګنده کړه: د رئيس شي جين پينګ له خبرو څخه څرګندېږي چې مرکزي حکومت له هانکانګ څخه ټينګ ملاتړ کوي او د هانکانګ بې ثباتۍ ته به هېڅکله اجازه ور نه کړي. د مرکزي حکومت پوره ملاتړ به له زورزياتي سره د مبارزې لپاره د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو باور ډېر پياوړی کړي. باور لرم چې د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې په لا فعاله توګه د زورزياتي مخنيوی وکړي، ټولنيز نظم به اعاده کړي او په ګډه سره به خپل کورونه خوندي او وساتي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنې عمومي اتحاد دايمي مرستيال ښاغلي يې جيان مينګ دې ته اشاره وکړه چې رئيس شي جين پينګ ټولې نړۍ ته د هانکانګ مسئلې واقعيتونه بيان کړل او د چين پر ضد او د هانکانګ د ويجاوړولو په موخه د ځينو ګنګوسو اصلي بڼه پورته کړې ده. د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې بايد په دې جدي فکر وکړي چې نن ورځ زور کاروونکي ډېر لېوني شوي او له بنسټيزې اخلاقي کرښې نه هم وتلي دي. که موږ د زورزياتي مخنيوی و نه کړو، نو هانکانګ ښايي له لا سترې تراژيدۍ څخه ځان و نه شي ساتلای.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای