د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د سمندري پوځ د مطبوعاتي وياند چنګ ده وي د معلوماتو له مخې د چين دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ د نومبر په اوولسمه نېټه د تايوان له تنګي څخه تېره شوه او د علمي ازموينې او نوبتي تمرينونو د تر سره کولو لپاره يې د جنوبي سمندرګي اړوندو سمندري سيمو په لوري حرکت وکړ.دغه ازموينه او تمرينونه د دې بېړۍ عادي کار دی او د کومې ځانګړې موخې په اړه نه ده او له اوسني حالت سره هېڅ تړاو نه لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |