CRI Online

د چين او امريکا د ګوندونو د ۱۱مې دورې ډيالوګ په بېجينګ کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-18 19:04:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او امريکا د ګوندونو د ۱۱مې دورې ډيالوګ د نومبر په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې لخوا تر سره شو. کابو ۵۰ چيني او بهرنيو استازو په دغه ډيالوګ کې ګډون درلود چې د امريکا له جمهوريت غوښتونکي ګوند، ډيموکرات ګوند، فکري ارګانونو، تصديو او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تګلارو د څيړنې له دفتر او د چين د سوداګرۍ له وزارت څخه راغلي. برخوالو ( د چين او امريکا ګوندونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې) پر مطلب بحث وکړ.

د يادې څانګې مشر سونګ تاو د دغه ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. هغه په خپله وينا کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې، دوه اړخيزې اړيکې د تاريخي پرمختګ د تر لاسه کولو تر څنګ له نويو ننګونو او انتخابونو سره مخامخ دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ له ګټو سره، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو له ګټو سره سمون خوري. د دواړو هېوادونو د ګوندونو سياستوال بايد د دواړو مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې د زمانې د پرمختګ له څپو سره سم همکارۍ پياوړې کړي، مقابلې دې کمې کړي او د خبرو اترو له لارې دې توپيرونه ليرې کړي. نوموړي هيله وښوده چې د چين او امريکا د ګوندونو ترمنځ د ډيالوګ ميکانيزم په چوکاټ کې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې شي او د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه لا زياتې ګټې واخلي، څو د بشريت د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره نوي خدمتونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای