CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې : د هانکانګ په کورنيو چارو کې به بهرنۍ لاسوهنې هرومرو ناکامې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-19 10:37:42

د هانکانګ بېلا بېلو خواوو په دې وروستيو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د وينا په باب بحث وکړ او دا نظر يې درلود چې د هانکانګ په کورنيو چارو کې به بهرنۍ لاسوهنې هرومرو ناکامې شي.

د هانکانګ په خاصه اداري سيمه کې د چين د ملي ولسي کانګرس غړي ځاې يي وويل، د دولت رئيس شي په برازيل کې د هانکانګ د حالاتو په باب جدي دريځ څرګند کړ، له يوې خوا يې هانکانګ ته د مرکزي حکومت پاملرنه څرګنده کړه، له بلې خوا يې په هاهکانګ کې د خپل سر تاوتريخجنو کړنو د مخنيوي لپاره خپل څرګند پيغام وړاندې کړ.

د هانکانګ په خاصې ادارې سيمه کې د چين د ملي کانګرس غړي او د دې سيمې د اجرائيوي غونډې غړي يه ګوه جيان وويل، د دولت رئيس شي په وينا کې د خپل سرتاوتريخجنو کړنو د مخنيوي لپاره د هانکانګ حکومت ته څرګنده غوښتنه وړاندې کړه، هانکانګ دې د ښاغلي شي د ارښوونې په رڼا کې د سرزورو د بدوکړنو د مخنيوي لپاره هر ډول قانوني تدبيرونه ونيسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای