CRI Online

د چين د شينجيانګ کلتوري پلاوي قطر ته سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-19 10:46:53
د چين د شينجيانګ کلتوري پلاوي قطر ته سفر وکړ

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ کلتوري پلاوي د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه قطر ته سفر وکړ او د قطر له بېلا بېلو ټولنو سره يې د مالوماتو د تبادلې په ناستو کې په شينجيانګ کې د ثبات ساتنې، اقتصادي پرمختګ، د خلکو ژوند د ښه والي، قومي يووالي او له ترهګرۍ او توندلارۍ سره د مقابلې په برخو کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو په اړه مالومات شريک کړل.

دغه پلاوي له قطر څخه د ليدنې په وخت کې په وار سره د حمدبن خليفه پوهنتون د اسلامي څېړنې پوهنځي له ښوونکو، د الجزيرې څېړونکي مرکز له کارپوهانو او د دغه هېواد له خبريالانو سره خبرې اترې وکړې او په شينجيانګ کې يې د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې، د قومي او مذهبي تګلارو او د مسلکي مهارتونو د روزنې کارونو په هکله په پراخه توګه د نظريو تبادلې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای