CRI Online

په م م کې د چين مرستيال استازی وو های تاو: د ليبيا قضيه بايد له سياسي لارو چارو حل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-19 10:47:24

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال (وو های تاو) د نومبر په ۱۸ مه نېټه د ليبيا قضيې په اړه د م م د امنيت شورا پرانيستي غونډې ته په وينا کې وويل چې د ليبيا قضيه بايد له سياسي لارو چارو حل شي او د جنجال بېلابېلې خواوې دې د سولې خبرو او سلامشورو لارې ته ستنې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، په ليبيا کې شخړو د دې هېواد او ګاونډيو هېوادونو خلکو ته ډېر غمونه او زيانونه رسولي او نړيواله سوله او امنيت يې له ګواښ سره مخ کړی دی. د دغه هېواد بېلابېلې خواوې دې د خپل هېواد او خلکو مشترکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او په سوله ييزه توګه د سياسي خبرو اترو له لارې د اړوندې قضيې د حل لپاره دې هڅې وکړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای