د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د تقنيني چارو کمېسيون وياند (ځانګ تيه وې) د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د سترې محکمې د يوه تازه حکم په اړه څرګندونې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې سترې محکمې د نومبر په ۱۸ مه نېټه حکم وکړ چې د دغې سيمې د بېړنيو حالاتو د مقرراتو ځيني مادې د دغې سيمې له بنسټيز قانون سره سمون نه خوري او دغه مادې يې باطلې کړې دي. د چين د ملي ولسي کانګرس ډېری استازي له دې څخه ناراضي ښکاري او د ياد کانګرس د تقنيني چارو کمېسيون د دې له امله ډېر اندېښمن دی. نوموړي وويل ، زموږ په اند د چين اساسي قانون او د هانکانګ بنسټيز قانون په ګډه سره د دغې سيمې لپاره قانوني بنسټ ايښی دی. د هانکانګ قوانين ايا د دغې سيمې له بنسټيز قانون سره سمون لري که نه،
يوازې د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې لخوا قضاوت کېدای شي او هيڅ بل لوری پدې اړه د قضاوت حق نه لري. د هانکانګ د بنسټيز قانون د اتمې مادې له مخې، د بېړنيو حالاتو مقررات او د دې سيمې نور جاري قوانين دې پاتې شي. دغه راز د ۱۹۹۷ کال د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د اتمې دورې دايمي کمېټې په ۲۴ مه غونډه کې د شوې پرېکړې له مخې، د بېړنيو حالاتو مقررات په هانکانګ کې د قانون په توګه تطبيق کيږي. نو دغه مقررات د دغې سيمې له بنسټيز قانون سره سمون لري. د هانکانګ د سترې محکمې تازه حکم د دغې سيمې د رئيسې او محلي حکومت اداري حقونه ډېر کمزوري کړي چې د دې سيمې له بنسټيز قانون او د چين د ملي ولسي کانګرس له اړوندې پرېکړې سره سمون نه لري. موږ اوس د ملي ولسي کانګرس د ځينو استازو اړوند نظرونه او وړانديزونه تر غور لاندې نيسو.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |