CRI Online

شينجيانګ د نيويارک ټايمز خپره شوې مقاله رد کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-19 10:56:12
شينجيانګ د نيويارک ټايمز خپره شوې مقاله رد کړې

نيويارک ټايمز د نومبر په ۱۶مه نېټه يوه ليکنه خپره کړه چې پکې يې د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې پر کارونو تورونه لګولي.

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت وياند د دغې ليکنې محتويات رد کړل او و يې ويل، شينجيانګ د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې لپاره د چين يو عمده ډګر دی او له ۳۵ مياشتو راهيسې په شينجيانګ کې د زورزياتي او د ترهګرۍ هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې. د چين مرکزي حکومت د بېلا بېلو طريقو له لارې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ثبات ساتنې په اړه تدبيرونه او تر لاسه شوي برياليتوبونه له نړيوالې ټولنې سره شريک کړي دي. د ۲۰۱۸ کال له پای راهيسې د نورو هېوادونو او سيمو د چارواکو، د نړيوالو سازمانونو، خبري رسنيو او مذهبي ډلو د کارپوهانو او استازو په شمول څه دپاسه زرو تنو له شينجيانګ څخه ليدنې کړې او دوی ټولو ويلي چې د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې په هکله د شينجيانګ تجربې د زده کړې او ستاينې وړ دي. نو په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې خپره شوې دغه ليکنه چې عنوان يې و، (له پټو سندونو څخه ښکاري چې چين څنګه په لويه پيمانه مسلمانان نيولي)، له واقعيت سره بيخي سمون نه خوري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای