د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت مشاور کيم کي ګوان د نومبر په ۱۸مه نېټه وويل، دغه هېواد له امريکا سره له هغې سرمشريزې ليدنې علاقه نه لري چې د خپل ځان په ګټه نه وي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې که امريکا غواړي له شمالي کوريا سره ديالوګ ته دوام ورکړي، بايد د دې هېواد پر ضد پاليسي لغوه او پرېږدي.
د شمالي کوريا مرکزي خبري اژانس په همدې ورځ د کيم کي ګوان په حواله وويل، هغه په ۱۷مه نېټه په ټويټر د ډونالډ ټرمپ لخوا خپاره شوي مالومات وليدل او دا نظر يې ښودلی چې غواړي د شمالي کوريا او امريکا تر منځ نوي دورې سرمشريزه غونډه تر سره کړي. هغه په دې اړه وويل، د پروسږ کال له جون مياشتې څخه تر اوسه پورې، که څه هم د شمالي کوريا او امريکا تر منځ د درې ځلې سرمشريزې غونډې تر سره شوې، خو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نه دې ښې شوي. موږ له داسې غونډې يا ليدنې سره علاقه نه لرو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |