د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د نومبر په ۱۹ مه نېټه يوه لنډه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی ((د چين پر خلاف او په هانکانګ کې د تاوتريخوالي د راپارولو هر مقصد لرونکی به هېڅکله کامياب نه شي)).
په دغه لنډه تبصره کې ليکل شوي چې پدې وروستيو ورځو کې په هانکانګ کې د زور زياتي جرمونه مخ په زياتېدو دي او دا بيخي ترهګري ده چې هانکانګ يې د " تور رنګ تروريزم " تر سيوري لاندې راوستلی دی. په دغه سيمه کې د ميشتو مرتجعينو او د پردې تر شا د بهرنيو لارښوونکو هر هغه فعاليت چې د چين پر خلاف او په هانکانګ کې يې د تاوتريخوالي د راپارولو په مقصد ترسره کوي، خامخا به ناکام او ناچله شي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |