CRI Online

د چين د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې نيت به هرومرو ناکام شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-19 10:58:35
د چين د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې نيت به هرومرو ناکام شي

د چين د خلکو ورځپاڼې د نومبر په ۱۹مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: ( د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې نيت به هرومرو ناکام شي).

په دغه تبصره کې دې ته اشاره شوې چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په برازيل کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په وخت کې د هانکانګ د اوسني وضعيت په اړه مهمه وينا وکړه او و يې ويل چې د چين حکومت د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو هېوادونو له لاسوهنې سره د مخالفت په اړه کلکه اراده لري.

په دې تبصره کې پر دې ټينګار شوی چې د بهرنيو هېوادونو له عملونو څخه ښکاري چې دوی د بشري حقونو او ديموکراسۍ په برخو کې ډېر دروغجن دي. د چين حکومت به په هېڅ وجه بهرنيو هېوادونو ته اجازه ور نه کړي چې په هانکانګ کې ناوړه عمليات او موخې ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای