د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټيشن د اکتوبر په ۱۸مه نېټه يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دا دي، د څو هېوادونو پخوانيو سياسي مشرانو د چين دريځ ملاتړ کوي او له هانکانګ څخه يې د زورواکو وران کاره کړنو د مخنيوي غوښتنه وکړه
په دې مقاله کې ويل شوي چې د څو هېوادونو پخوانيو سياسي مشرانو په هانکانګ کې د مسلسلو زورواکو وران کاره کړنو په نسبت خپل دريځ څرګند کړ چې په چين کې يې د دوو نظامونو پلي کېدو نظام ملاتړ وکړ، د هانکانګ په چارو کې يې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت وکړ او له هانکانګ څخه يې د زورواکو وران کاره کړنو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
په دې مقاله کې ويل شوي چې په هانکانګ کې تاوتريخوالی تر اوسه پورې د ۵ مياشتو لپاره دوام لري، زورچلوونکو عام تاًسيسات ويجاړ کړل، د عامو وګړو په وړاندې يې د زور عملونه تر سره کړل، حتی زورواکي کړنې ښوونځيو ته وغځولې، دا ډېره د حيرانتيا وړ ده، دغو پخوانيو سياسي مشرانو په هانکانګ کې د بهرنيو محصلينو د امنيت په اړه ويره او اندېښنه څرګنده کړه او د هانکانګ د پوليسو لوړه ستاينه يې وکړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |