د چين د صحي قرنطين د معياري کېدو تخنيک کمېسيون د نومبر په ۱۸مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې جوړ شو، دغه کمېسيون به د صحت او قرنطين په ساحه کې د هېواد په کچه يو لړ نوي معيارونه وټاکي، دا نه يوازې د سختو ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول لپاره، بلکې له ناڅاپي عامو صحي پېښو سره د مقاومت لپاره د پام وړ رول لري.
د چين د ګمرکاتو عمومي رياست مرستيال مشر جانګ جي ون وويل، تر اوسه پورې د چين د صحت او قرنطين په ساحه کې د مسلکي معيارونو شمېر ۳۹۶ ته رسېدلی دی. د سږ کال له پېل څخه راپدې خوا، د کلرا په ګډون څو ساري ناروغۍ په بندرونو کې په بريالي ډول له منځه وړل شوې دي. دغه نوی جوړ شوی کمېسيون به په راتلونکيو ۵ کلونو کې د سختو ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول او د ناڅاپي صحي پېښو سره د مقاومت لپاره د هېواد په کچه يو لړ نوي معيارونه جوړ او وصنع کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |