CRI Online

د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د بېلا بېلو ټولنو له شخصيتونو څخه غوښتنه وکړه چې له زورزياتي څخه ډه ډه وکړي او د دغو کړنو د عاملينو ملاتړ دې ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-19 15:56:12

د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د حکومتي چارو ادارې مشر جانګ جيان ځونګ د نومبر په اتلسمه نېټه وويل چې په دې وروستيو ورځو کې د هانکانګ په ځينو پوهنتونونو کې د زورزياتي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې سخت زيانونه رامنځته شوي.د هانکانګ حکومت په دې اړه خپګان څرګند کړ او د بېلا بېلو ټولنو له شخصيتونو څخه يې غوښتنه وکړه چې له زور زياتي څخه ډه ډه کړي او د دغو کړووړو له عاملينو څخه دې ملاتړ ونه کړي تر څو په هانکانګ کې ارامتيا ژر تر ژره تر لاسه شي.

جانګ جيان ځونګ په همدې ورځ د عامه امنيت د ساتلو ادارې د مشر لي جيا چاو، د ترانسپورټي ليږد راليږد او کورونو د چارو ادارې د مشر چن فان او د ښوونې ادارې له مشر يانګ ژون شيونګ سره په يوه خبري ناسته کې وويل چې د تېرې اوونۍ په پای کې د هانکانګ په ځينو ځايونو کې د زورزياتي پېښې سختې شوي په تېره بيا د هانکانګ په پوليتخنيک پوهنتون کې. هغه وويل چې د نومبر د ۱۷مې نيټې له مازديګر څخه شريرو کسانو ياد پوهنتون ته په نژدې سيمه کې د نيپلم بم او لېندو او غشيو په شمول د وژونکو وسلو په وسيله پر پوليسو بريدونه کړي چې له امله يې ځيني پوليس ټپيان شوي دي. د سر زورو دغو کړنو د پېښو په ځايونو کې د خبريالانو په شمول ټولو وګړو ژوند ګواښلی دی.نو دا ډول کړنې بايد وغندل شي. هغه وويل

، د هانکانګ په پوليختنيک پوهنتون کې د شرغوا ړو کړنې ډېرې سختې وې او هغه کسان چې له شريرو کسانو څخه ملاتړ کوي او لاهم هلته شتون لري ، ښايي د زورزياتي پېښې تر سره کړي. نو د دې پوهنتون له اړوندو شخصيتونو څخه غوښتنه کوم چې د پوليسو له لارښوونې سره سم له دې پوهنتون څخه ووځي او ښاريان دې دغه پوهنتون ته نژدې سيمې ته نه ځي. په دې وروستيو ورځو کې شراچوونکو د هانکانګ په ځينو پوهنتونونو کې تخريبي عملونه تر سره کړي. سيمه ييز حکومت په دې اړه خپګان څرګند کړ او د بېلا بېلو ټولنو له شخصيتونو څخه يې غوښتنه وکړه چې سړه سينه او زغم وساتي، له زور زياتي څخه ډه ډه کړي او د دغو کړنو له عاملينو څخه دې ملاتړ ونه کړي تر څو په هانکانګ کې ارامتيا ژر تر ژره رامنځته شي.

د هانکانګ د عامه امنيت ساتنې د ادارې مشر لي جيا چاو وويل چې په دې وروستيو ورځو کې د زورزياتې ډکې رامنځته شوي پېښې ډېرې خطرناکې وې . هغه زياته کړه،دا د انديښنې وړ ده چې د بدغواړو د بريدونو له امله د هانکانګ دريو پوهنتونونو د لابراتوارونو بېلا بېل کيمياوي توکي لا درکه شوې. که له دغو توکو څخه وسلې جوړې شي، نو ښايې ډېرو وګړو ته مرګ ژوبله واړوي. شريرو کسانو پر يوه امبولانس باندې هم بريد وکړ او يوه نيول شوی کس يې لوټ کړ او د دې ترڅنګ يې پر امبولانس نيپلم بم بريد وکړ چې دغه کړنه له قانون څخه پوره سرغړونه ده.

په مسلسلو څو ورځو کې د شريزو کسانو د ويجاړوونکو اقداماتو له امله د هانکانګ په عمده لسو لارو کې ګڼې ګوڼې رامنځته شوې او د اورګاډي څلور لارې او د ښاريانو کارونه، د زده کړو سيتم بهير، عادي تګ راتګ او سوداګريز فعاليتونه اغيزمن شوي دي. سربېره پردې بېړني طبي او ټولنيز خدمتونه ځنډول شوي دي.

د هانکانګ د ښوونې ادارې مشر يانګ ژون شيونګ وويل چې په تېره يوه موده کې ډېر ښوونځي او پوهنتونونه د زورزياتي د پېښېدو پر ځايونو بدل شوي چې له امله يې ځيني ودانۍ ويجاړې شوې او ځيني کسان ټپيان شوي دي. د خبر له مخې د هانکانګ د ښوونې ادارې د نومبر په اتلسمه نېټه اعلان وکړ چې د ترانسپورټي ګڼې ګوڼې او بې ثباتۍ له امله ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نومبر په ۱۹مه نېټه خپل تعليمی فعاليتونه بند کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای