CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له امريکا څخه وغوښتل چې سمدلاسه د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه بنده کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-19 17:16:57

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو څو ورځې مخکې يو ځل بيا د هانکانګ د حالاتو په اړه ناوړه خبرې وکړې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د نومبر په ۱۹مه نېټه د ده خبرو ته په غبرګون کې وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د چين د حاکميت درناوی وکړي او د نامسئولانه خبرو له خپرولو، د زور زياتي او ناقانونه عملونو له پلوي، د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين مرکزي حکومت به په مداومه توګه د قوانينو له مخې د ادارې په برخه کې د هانکانګ خاصې اداري سيمې له مشرې، د قوانينو د اجرا کولو په برخه کې د هانکانګ له پوليسو، او د زورزياتي مجرمينو ته د سزا ورکولو په برخه کې د هانکانګ له عدلي ارګانونو څخه ټينګ ملاتړ وکړي. د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، نو هيڅ بهرني حکومت، سازمان او شخصيت پکې د لاسوهنې واک نه لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای