د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن د حکومتي پوځ يو چارواکي د نومبر په ۱۹مه نېټه وويل، د يمن حکومتي پوځ په همدې ورځ په لوېديځې ساحلي سيمه کې د حوثيانو لخوا ځای پر ځای شوي څه دپاسه ۶۰۰۰ ماينونه او چاودېدونکي مواد له منځه يوړل.
د يمن حکومتي پوځ يو چارواکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، اړوندو کارکوونکو د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په مرسته حدېدې ته نژدې په لوېديځې ساحلي سيمه کې د حوثيانو لخوا ځای پر ځای شوي ۶۳۲۵ ماينونه او چاودېدونکي مواد له منځه يوړل.
دغه چارواکي وويل، په دې سيمه کې د ماينونو پاکولو کارونه لا هم روان دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |