د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۸ مې دورې د طلايي چرګ او ګلونو په نوم د فلمونو فېستيوال د نومبر په ۱۹ مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې پرانيستل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د تبليغاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ د دغه فېستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا يې وکړه.
نوموړي دې ته اشاره وکړه چې دغه فېستيوال د فلمونو په برخه کې ستر فېستيوال دی او له سږ کال څخه به د طلايي چرګ په نوم جايزه په هر کال کې وټاکل شي. دا د فلمونو د چټک پرمختګ سره د سمون لپاره يوه مهمه پريکړه ده او د فلمونو کارکوونکو د هڅونې لپاره ستر تدبير دی. موږ بايد د دغه ډګر له لارې په ښه توګه چيني کيسې ووايو، د فلمونو د صنعتي کېدا پياوړې کړو او په لوړه کچه د دغه فېستيوال د نوي پرمختګ لپاره کار وکړو.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |