د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر مطبوعاتي وياند يانګ ګوانګ د نومبر په شلمه نېټه د امريکا د استازو په جرګې کې د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسۍ د قانون سند د تصويبېدو په هکله يوه وينا کې امريکا ته په دې اړه احتجاج وړاندې کړ او د دوی ياده کړنه يې وغندله.
نوموړي دې ته په اشارې سره وويل چې د نومبر په ۱۹مه نېټه د امريکا د استازو جرګې د چين حکومت څو ځلې سخت مخالفتونه له پامه غورځول او ياده قانوني سند يې تصويب کړه چې دغه کړنه د هانکانګ په چارو کې او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه هم ده.دغه راز دغه کړنه د هانکانګ له مخالفينو او افراطي شريرو کسانو څخه ملاتړ هم دی او ور څخه يو ځل بيا د نړيوالو پر وړاندې د امريکا د ځينو سياستوالو مستبد طبيعت او د چين د پرمختګ د مخنيوي په اړه د دوی بد نيت ترې ښکاري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |