CRI Online

د امريکا د ملي پارلمان د عوامو په مجلس کې د (( د ۲۰۱۹ کال د هانکانګ د بشري حقوقو او ديموکراسۍ قانوني سند )) د تصويب په اړه د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټې يوه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-20 14:38:39

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټې د نومبر په ۲۰ مه نېټه د امريکا د ملي پارلمان د عوامو په مجلس کې د (( د ۲۰۱۹ کال د هانکانګ د بشري حقوقو او ديموکراسۍ قانوني سند )) د تصويب په اړه يوه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې د امريکا د عوامو مجلس په ځايي وخت د نومبر په ۲۰ مه نېټه (( د ۲۰۱۹ کال د هانکانګ د بشري حقوقو او ديموکراسۍ قانوني سند )) تصويب کړ او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه وکړه. د چين ملي ولسي کانګرس د يادې کړنې سخته غندنه کوي او ورسره کلک مخالفت کوي.

په يو هېواد کې د دوه سياسي نظامونو د پوره پلي کولو تګلارې د قيق تطبيق لپاره دې د هېواد ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټو وساتل شي. د هانکانګ چارې د چين د کورنيو چارو يوه برخه دي، نو د هانکانګ چارې بايدد چين ولسي جمهوريت د اساسي قانون او د هانکانګ خاصې اداري سيمې بنسټيز قانون تر چوکاټ لاندې حل شي. هانکانګ د چين يوه برخه ده، نو د هانکانګ په چارو کې هيڅ بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای