CRI Online

د هانکانګ د سترې محکمې اړوند قضاوت د منلو او باور وړ نه دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-20 15:22:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د قانوني کارونو کميټې او د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر د نومبر په ۱۹مه نېټه د اړوندو عدلي قضيو په اړه د هانکانګي سترې محکمې د بيا قضاوت په هکله څرګندونې وکړې. د هانکانګ ځينو قانوني شخصيتونو وويل چې دغه څرګندونې پر وخت او لازمې دي او پر اړوندو قانوني مسئلو د ښه پوهېدلو لپاره ګټورې دي.له دې څخه د هانکانګ د بسټيز قانون په هکله د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د تفسير کولو حق بيا ښکاري.دوی د هانکانګ د سترې محکمې پر اړوند قضاوت حيران شوی او په دې اند دي چې دغه قضاوت د منلو وړ او باور وړ نه دي او په دې سيمه کې د اوسنيو زورواکو عملونو د مخنيوي او د ټولنيز نظم د اعاده کېدو لپاره ګټور نه دی او دغه راز د دې سيمې پر ټولنې او سياست به دايمي منفي اغيزه وکړي.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې غړي تان ياو ځونګ په دې هکله وويل چې د هانکانګ سترې محکمې اړوند قضاوت د حيرانۍ وړ دی. د بېړني حالت قانون د هانکانګ يو پخواني ساتل شوی قانون دی چې د چين له سترې برخې سره د هانکانګ د يو ځاې کېدو نه مخکې د يادې کميټې له خوا ټاکل شوی و او د هانکانګ له بنسټيز قانون سره سمون لري. ياد قضاوت د هانکانګ د بنسټيز قانون د اړوندو پرېکړو او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې پر وړاندې چلنجونه رامنځته کړي دي.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د هانکانګ د بنسټيز قانون د کميسيون غړي ليانګ مۍ فن وويل چې د دې سيمې د بنسټيز قانون له مخې د هانکانګ د خاصې اداري سيمې مشر قانوني مسئوليت او واک لري چې د ناارامۍ د رامنځته کېدو پر مهال په هانکانګ کې د بېړني حالت قانون له مخې لازم تدبيرونه نيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای