د چين مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د م م د بشري حقونو چارو د لوړ پوړي کمېشنر د دفتر وياند روپيرټ کولويلي د نومبر په ۱۹مه نېټه په ژنيو کې وويل چې دوی هغه حالت ته پاملرنه کړې چې په هانکانګ کې د لاريون کوونکو زورواکۍ کړنې ورځ تر بلې زياتې شوې دي. ځينو لاريون کوونکو په تشدد سره پر پوليسو باندې بريدونه کړي چې دغه کړه کړه د بخښنې او منلو وړ نه دي.
نوموړي دې ته په اشارې سره وويل چې دا سيمه د زورواکۍ عملونو د سختېدو له خطرونو سره مخ ده .د م م د بشري حقونو د لوړ پوړي کمېشنر دفتر دغه حالت ته ډېره پاملرنه کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |