CRI Online

اسرائيل پر سوريې د لويې پيمانې هوايي بريدونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-20 15:42:18

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د نومبر په ۲۰ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو کې وويل چې د اسرائيل جنګي الوتکو د همدې ورځې په سهار وختي د سوريې د پلازمينې دمشق پر شاوخوا سيمه بريدونه وکړل. د اسرائيل پوځ وويل چې دوی په همدې ورځ په سوريه کې د ايران پر پوځي موخو د لويې پيمانې بريدونه تر سره وکړل.

د سوريې پوځ په دغې اعلاميې کې همدارنګه وايي چې د اسرائيل جنګي الوتکو پر ځايي وخت د روانې مياشتې په سهار وختي يوه بجه او شلو دقيقو د اسرائيل تر کنترول لاندې له ګولان لوړو او د لبنان له جنوبي سيمې څخه پر دمشق شاوخوا سيمې بريدونه وکړل. په دغه اعلاميې کې همدرانګه راغلي چې د بريدونو له امله رامنځته شوي زيانونه اوس د سوريې پوځ تر پلټنې لاندې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای