د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د عمومي سرمنشی وياند ستيفاني دوجاريک د نومبر په ۱۹مه نېټه وويل چې سرمنشي انتونيو ګوتريس د يهوديانو د استوګنځايونو د جوړولو په هکله د امريکا حکومت د تګلارې په بدلون افسوس څرګند کړ او په دې برخه کې د م م دريځ نه دی بدل شوی.
دوجاريک وويل چې د م م د امنيت شورا د ۲۳۳۴ نمبر پرېکړه ليک له مخې د اسرائيلو له خوا د يهوديانو استوګنځايونو جوړونه په څرګنده توګه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د دوو هېوادونو د لايحې د پلي کېدو او د عدالت او د دايمي او هر اړخيزې سولې د رامنځته کېدو مخنيوی کوي چې دا هم د سرمنشي دريځ هم دی. هغه زياته کړه چې د م م دريځ به په راتلونکې کې هم بدل نه شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |