د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د نومبر په ۱۹مه نېټه وويل چې اوس نړيوالې او سيمه ييزې مسئلې ډېرې شوې دي. چين غوښتنه کوی چې د خبرو اترو او ديالوګ له لارې دې د نړيوالو کشالو او تودو مسئلو د سوله ييز حل وفصل لپاره هڅې وشي.
نوموړي د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو په برخه کې د جوړجاړي رول په هکله د م م د امنيت شورا په يوه علني غونډه کې وويل چې د اړوندو هېوادونو د حاکميت درناوی د جوړجاړي لومړی شرط دی.خبرې اترې او مشورې د جوړجاړي يوازينۍ لار ده. اړوندې خواوې بايد د ديالوګ او د نظريو تبادلې له لارې متقابل باور ټينګ کړي او بدګومانۍ دې کم کړي او له پوځي عملياتو سره دې مخالفت وکړي.د دې ترڅنګ دوی بايد د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ افکار ولري ، د خبرو اترو او مشورو له لارې دې کشالې او خپلمنځي توپيرونه لېرې کړي او د همکارۍ او متقابل درناوي له لارې دې د جوړجاړي او سولې موخه تر سره کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |