CRI Online

د چين پر شينجيانګ د تور لګولو په اړه د نيويارک ټايمز عمل د منلو وړ نه دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-20 16:18:03

د چين پر شينجيانګ د تور لګولو په اړه د نيويارک ټايمز عمل د منلو وړ نه دی

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې څو ورځې مخکې يوه ځانګړې مقاله خپره کړه چې پکې ادعا شوې زيات پټ سندونه يې تر لاسه کړي او د چين په شينجيانګ کې يې د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې په اړه پر کارونو تور لګولی. د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت وياند د دغې مقالې مالومات رد کړل او و يې ويل، په دغه مقاله کې ليکل شوي مالومات له واقعيتونو سره سمون نه خوري او د بد نيت پر اساس جوړ شوي. د نيويارک ټايمز دغه عمل نه يوازې د خبري رسنيو له مسلکي اصولو څخه سرغړونه ده، بلکې له دې څخه ښکاري چې د لوېديځو هېوادونو ځينو رسنيو له اوږدې مودې راهيسې له چين سره تعصب غوره کړی او تل پر چين د تور لګولو بدنيت لري .

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه څه باندې ۱۶۰ کلن تاريخ لري او ځان د لوېديځو هېوادونو د مهمو خبري رسنيو نماينده بولي. خو دې ورځپاڼې څو ځلې د پېښو په اړه جعلي او دروغ خبرونه خپاره کړي، نو د يادې ورځپاڼې مسلکی توب د شک وړ دی. دا چې دغه ورځپاڼه جعلي خبرونه خپروي نو له ۲۰۰۳ کال راهيسې يې يو شمېر جګپوړو مامورينو د اعتراض په توګه له خپلو دندو څخه استعفا کړې . د بوب کوهن په نوم يو امريکايي وکيل په خپل کتاب کې چې عنوان يې دی( د خبرونو دروغ)، د ډېرو واقعيتونو په بيانولو سره د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ريښتنې بڼه څرګنده کړه چې د سياسي ګټو د تر لاسه کولو لپاره يې له رسانه يي صلاحيتونو څخه بدنيت لرونکي سياسي تبلغاتي عمليات ترسره کړي او کوي يې. د امريکا څو کتابتونونو سږ کال د نيويارک ټايمز اشتراک ځنډولی، له دې څخه ښکاري چې د دغې ورځپاڼې اعتماد لا نور کمزوری شوی دی.

د چين په اړه خپرونو کې نيويارک ټايمز د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه د لوېديځو هېوادونو د ځينو سياسي لوريو د اړتيا د پوره کولو لپاره تل مخالفه رويه غوره کړې او تل يې پر چين تور لګولی، په تېره بيا د چين د شينجيانګ مسئلې په اړه خپرونو کې. له سږ کال راهيسې د شينجيانګ په اړه د دغې ورځپاڼې په مقالو کې څو ځلې په بې دليله توګه د شينجيانګ د مسلکي مهارتونو روزنيز مرکزونه د مسلمانانو د نيولو کمپونه بلل شوي. د نيويارک ټايمز په ياده تازه مقاله کې ويل شوي چې ډېر پټ سندونه يې تر لاسه کړي، خو بله خوا يې دا منلې چې دغه د تش په نامه پټ سندونه په کومه لاره راټولول او انتخاب شوي وو. زموږ پوښتنه دا ده چې پر داسې خپرونه څنګه باور وشي چې خپل اعتماديې له لاسه ورکړی؟ ويل کېږي چې دغه مقاله يوازې د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين پر تګلارو د تور لګولو لپاره يوه وسيله ده.

دا ډېره څرګنده ده چې د نيويارک ټايمز په شمول د لوېديځو هېوادونو ځينې رسنۍ له چين سره ژور تعصب لري. دوی په عيني توګه د چين د پرمختګ برياليتوبونه نه ګوري او پر چين تور لګول د دوی تر ټولو لويه سياسي موخه ده. لکه يوه امريکايي خبريال اندرې ولتچيک دې ته اشاره وکړه چې د ځينو لوېديځو هېوادونو خبري رسنيو په نظر چين هېڅ سم کارونه نه دي ترسره کړي، د چين تر ټولو تېروتنه ځاني پرمختګ او پياوړتيا ده.

دا يو واقعيت دی چې شينجيانګ په تېرو وروستيو کلونو کې د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد مبارزه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې او د لوېديځو هېوادونو خبري رسنيو لخوا نه شي ردېدلی. په تېرو درېيو کلونو کې شينجيانګ کې د زورزياتي هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې او د بېلا بېلو قومونو خلکو د ژوند، روغتيا او ودې حقونه تضمين شوي دي. د تېر کال له پای راهيسې، د بېلا بېلو هېوادونو پلاويو له شينجيانګ څخه ليدنې کړې او هغوی ټولو ويلي چې د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې په هکله د شينجيانګ کارونه د ستاينې او زده کړې وړ دي. امريکايي خبريال وال ټومپسون د نړيوال تمرکز په نوم مجله کې يوه مقاله خپره کړه چې پکې يې دې ته اشاره وکړه چې د شينجيانګ په کشغر کې د مسلکي مهارتونو په روزنيز مرکز کې فضا ارامه او منظمه ده، ډېر ځوانان مخکې د افراطي نظر تر ناوړه اغېزې لاندې راغلي وو، اوس دوی په روزنيز مرکز کې د مسلکي مهارتونو په زده کړې بوخت دي او ډېر خوشحال دي، خوشحاليتوب په دروغ سره نه څرګندېږي. د ډېرو واقعيتونو د شتون پر وړاندې د نيويارک ټايمز جعلې خپرونه هېڅ ريښتنې اغېزه نه لري او د دغې ورځپاڼې دغه شان عمل د نړيوالې ټولنې لخوا بيخي د منلو وړ نه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای