CRI Online

چين د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې سخته غندنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-20 18:59:52

د امريکا د مشرانو جرګې څو ورځې مخکې د هانکانګ د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ قانوني مسوده تصويب کړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د نومبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل، دغې قانوني مسودې په رښتياوو سترګې پټې کړي، د نفاق او تفريقې تخم يې پاشلی، له منلي حقيقت څخه يې سرغړولی او دوه معيارونه يې نيولي دي. د امريکا دغه عمل د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده او دغه هېواد له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له قواعدو څخه ښکاره سرغړونه کوي، نو چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

وياند ګنګ شوانګ پر دې ټينګار وکړ چې د امريکا ياد ناوړه عمل نه يوازې د چين ګټو ته، بلکې په هانکانګ کې د امريکا مهمو ګټو ته هم زيان رسوي. د امريکا هر هغه عمل چې غواړي د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او د چين په پرمختګ کې خنډونه واچوي، بريالی به نه شي. زه يو ځل بيا پر دې ټينګار کوم چې هانکانګ د چين يوه برخه ده. د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي. موږ امريکا ته کلک خبرداری ورکوو چې په سمه توګه حالات وګوري او سمدلاسه د رسمي قانون په توګه د يادې قانوني مسودې د تصويبېدو څخه لاس واخلي او د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه بنده کړي، که نه، امريکا به خپل ځان ته اور ورکړي او چين به د امريکا له عمل سره ټينګه مقابله وکړي او د خپل هېواد حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې به وساتي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای