CRI Online

د چين په کورنيو چارو کې د زور لاسوهنه به ناکامه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-20 19:00:51

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن مبصر د نومبر په ۲۰مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: ( د چين په کورنيو چارو کې د زور لاسوهنه به ناکامه شي.)

د امريکا د مشرانو جرګې پر ځايي وخت د سه شبنې په ورځ يعنې د نومبر په نولسمه نېټه د ۲۰۱۹م کال د هانکانګ د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ قانوني مسوده تصويب کړه. دغه مسوده په رښتياوو سترګې پټوي، تور ته سپين او سپين ته تور وايي، دوه معيارونه نيسي او د چين په کورنيو چارو کې د زور لاسوهنه کوي. چين د دې غندنه کوي او له دغه عمل سره ټينګ مخالفت کوي. دغه مسوده له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده. دغه مسوده د هانکانګ د بېلا بېلو ساحو د خلکو پر غوښتنو سترګې پټوي، نو هيڅ اعتبار نه لري او يو باطل کاغذ دی. د ځينو امريکايانو ناوړه موخه به ناکامه شي.

د يادې مسودې له مخې به هر کال امريکا د هانکانګ د کورواک حالت څارنه وکړي او د دې په مناسبت به پريکړه وکړي چې د هانکانګ د تګلارې په اړه د امريکا د ۱۹۹۲م کال قانون له مخې هانکانګ ته د خپلواکې ګمرکي حوزې په شمول امتيازونه ورکړي او که نه. رښتيا ده چې د امريکا دغه عمل د حاکميت د برابرۍ او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې په اړه د نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده او قانوني اعتبار نه لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای